Quantcast
Channel: پروان ولایت –آریانا نیوز
Browsing latest articles
Browse All 12 View Live

Image may be NSFW.
Clik here to view.

په پروان ولایت کې د ۵۰ زره چرګوړو د روزنې فارم پرانستل شو

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پروان ولایت کې د چرګانو د روزنې یو فارم پرانیست، چې همهاله د پنځوس زره چرګوړو د روزنې وړتیا لري. دغه فارم په پروان ولایت کې د یوه خصوصي سکتور لخوا جوړ شوی، چې پرې...

View Article



Image may be NSFW.
Clik here to view.

ولسمشر په پروان ولایت کې د دوه پروژو پرانسته وکړه

د هېواد ولسمشر اشرف غني د دوشنبې پر ورځ (د تلې ۲۳) سهار مهال د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پروان ولایت ته سفر وکړ.    د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر د دغه سفر په لړ کې د باریکاب کرنیز او صنعتي...

View Article

Image may be NSFW.
Clik here to view.

په بګرام کې ځانمرګي برید مرګ و ژوبله رامنځته کړې

د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د (سه دوکان) په اړوند سیمه کې د چارشنبې پر ورځ ماښام مهال ځانمرګي بریدګر دوه ولسي وګړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. د پروان والي ویاند وحید شهکار پېښه منلې او وایي،...

View Article

Image may be NSFW.
Clik here to view.

ناڅرګندو وسلوالو په پروان ولایت کې یو پولیس افسر وژلی

د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست څرګنده کړې، چې نن سهار اووه نیمې بجې د یو پولیس افسر مړی رالیږدول شوی؛ خو د دغه ولایت پولیس په دې اړه څه نه وایي. د پروان ولایت د عامې روغتیا رییس زیاته کړې؛ دغه وژل...

View Article

Image may be NSFW.
Clik here to view.

په پروان ولایت کې د ارغوان ګل میله تر سره شوه

د پروان ولایت په ګلغونډۍ کې د یکشنبې پر ورځ( د وري ۲۵) د ارغوان ګل ملي او عنعنوي میله او مشاعره د حکومتي چارواکو، شاعرانو او د بېلابېلو ولایتونو د سلګونه خلکو په ګډون تر سره او ونمانځل شوه. د اطلاعاتو...

View Article


Image may be NSFW.
Clik here to view.

د پروان ولایت د امنیتي عملیاتو په پایله کې ۶ کسان وژل شوي

د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قومندان ویلي، چې د پروان ولایت د مرکزي سیمو د عملیاتو په پایله کې ۶ کسان وژل شوي دي.   د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قومندان الوزي احمدي زیاته کړې، چې دغه عملیات له طالبانو څخه د دې...

View Article

Image may be NSFW.
Clik here to view.

په پروان او کابل ولایتونو کې ځانمرګو بریدونو مرګ و ژوبله رامنځته کړې

په پروان ولایت کې د سې شنبې پر ورځ ( د وږي ۲۶) له غرمې مخکې ۱۱:۴۰ د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند اشرف غني ټاکنیز کمپاین ته نږدې د موترسایکل پر مټ ځانمرګی برید رامنځته شوی، چې په کې۶۸ کسانو ته مرګ و ژوبله...

View Article

Image may be NSFW.
Clik here to view.

طالبانو په پروان ولایت کې ۱۵ ټاکنیز ناظران تښتولي

په پروان کې د ټاکنو سیمه ییزو مسوولینو ویلي، چې طالبانو د دې ولایت ۱۵ ټاکنیز ناظران تښتولي دي. د پروان د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالقهار وهاب ساپي آریانا نیوز ته ویلي؛ طالبانو د ټاکنو کمیسیون ۷، د...

View Article


Image may be NSFW.
Clik here to view.

د کابل او لس نورو ولایتونو برښنا ونښلول شوه

د کابل برښنا شرکت فني برخې ویلي، چې د کابل او لس نورو ولایتونو د وارداتي برښنا مزی، چې تېره ورځ پرې شوی و؛ اوس ونښلول شو، خو په سویلي سالنګ کې د تخریب شوې ستنې بیا رغاونه لس ورځې غواړي. په وروستیو څو...

View Article


Image may be NSFW.
Clik here to view.

په سویلي سالنګ کې د برښنا ستنې ویجاوړنکي ونیول شول- ملي امنیت

د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې څلورکسزې ډلې له نیولو خبر ورکوي، چې اوړمه ورځ یې د پروان ولایت په اړوند سالنګ کې د برښنا ستنه الوځولې وه. د خبرپاڼې له مخې؛ د طالبانو دا څلور کسان تېره شپه د سالنګ ولسوالۍ...

View Article

Image may be NSFW.
Clik here to view.

امنیتي ځواکونو په پروان ولایت کې څلور طالب قومندانان نیولي

د پروان ولایت پولیسو په ډاګه کړې، چې په دې ولایت کې امنیتي ځواکونو څلور طالب قومندانان نیولي دي. د پروان ولایت د پولیسو قومندان محمد محفوظ ولی زاده  ویلي، چې امنیتي ځواکونو نن سهار د کشفي او استخباراتي...

View Article

Image may be NSFW.
Clik here to view.

په پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان توغندیز برید شوی

طالبانو په پروان ولایت کې د پنجشنبې پر ورځ( د لړم ۲) د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو پر موتریز کاروان توغندیز برید کړی دی. د پروان ولایت امنیه قومندان محمد محفوظ ولي زاده آریانا نیوز ته منلې، چې دغه پېښه...

View Article
Browsing latest articles
Browse All 12 View Live